IQNA

په جرمني کې هغه کس چې  غوښتل ئې جومات ته اور  واچوي ونیول شو

13:56 - May 11, 2023
د خبر لمبر: 3487319
ایکنا-(تهران) د جرمني پولیسو اعلان وکړ،هغه کس ئې نیولی دی چې نیّت ئې درلود، یوه جومات  ته اور ورته کړي.

ایکنا د الغد خبری سایټ له قوله راپورراکړ،دجرمني د پولیسو ویندوي ووئيل، هغه کس چې  پولیس ئې پيژني،وړمه ورځ ناوخته ئې دجرمني په جنوب ختیځ کې په درسډن ښار کې د یوه جومات په وړاندې  پيټرول وشیندل  او هڅه ئې وکړه چې تر جومت پورې ئې  ورسوي.

 دغه ۳۴کلن کس ونیول شو او د اور اچونې د اقدام په دلیل  پولیسو څيړنې پیل کړي دي  چې ددغه کس نګیزه او پیلّتوب مشخص کړي.

 وئيل کیږي،چې همدغه شکمن په تیر اپریل میاشت کې په یوه جومات کې قرآن کریم هم سوځولی  دی. 

د جومات په بهر کې د پيټرولو د شیندول  په حال کې ددغه کس له لیدو وروسته شاهدان چې په هغه مهال  هلته  جومات کې موجود وو،  سملاسي ئې  له مرستندویه ځواک سره تماس ټینګ کړ .  او د اور د زیاتیدا مخنیوی وشو .

https://iqna.ir/fa/news/4140140/

captcha